Castles په Konopischt کې

کونوپیشټې ماڼۍ

8.6/10

کونوپیشټې ماڼۍ (په چېکي: Zámek Konopiště) د رمانتیسم سبک یوه ماڼۍ او کلا ده چې د آرشیډوک فرانز فردیناند وروستي مقر هم وو. نوموړي ماڼۍ په منځنۍ بوهيميا کې د بېنېشوف ښار ته نژدې پرته ده.

تاريخ

کونوپیشټې کلا د اشرافانو یوه مشهوره کلا ده چې په ۱۲۹۴ کال کې د پښيميسل اوتاکار ۲ تر مړينې وروسته د اسقف Tobiáš z Benešova لخوا جوړه شوه. کله چي په ۱۳۲۷ کال کې د بېنېشيانو وروستي واکمن له دنیا سترگی پټی کړی نو چېکي اشراف او واکمن زډېنېک شټرنبېرک کونوپیشټې کلا تر لاسه کړه.

د هوسیانو غورځنگ

په ۱۴۲۰ کال کې کونوپیشټې کلا د Petr Konopišťský ze Šternberka په لاس کې وو. Petr Konopišťský ze Šternberka کاتوليکي دين تر سره کاوه او د هوسیانو د وسله والانو تر ټولو لوی دښمن وو. نوموړي د یان ژيژکا پر ضد د سوډومېږ په جگړې کې د کاتوليکي شوالیو سره مبارزه کاوه. خو په ۱ نوامبر ۱۴۲۰ کال کې د ويشېهراډ په جگړې کې ووژل شو.

د شين غر ډله

په ۱۴۴۰ کال کې کونوپیشټې کلا د Zdeněk Konopišťský ze Šternberka په لاس کې وو Zdeněk Konopišťský ze Šternberka د یرژي پوديېبراد پلوي او وروسته دښمن وو چې په ۲۸ نوامبر ۱۴۶۵ کې یی د شين غر ډله جوړ کړ. د شين غر ډله د چېکي پاچا یرژي پوديېبراد پر ضد یوه کاتوليکي، سیاسي او پوځي ډله وه چې په شين غر ماڼۍ کې د چېکي کاتوليکي اشرافانو لخوا جوړه شوه. په ۱۴۶۷ کال کې چېکي پاچا یرژي پوديېبراد د کاتوليکي مشر Zdeněk Konopišťský ze Šternberka ته جگړه اعلان کړه او دZdeněk Konopišťský ze Šternberka قلعې لکه چسکي شټرنبېرک کلا، کونوپیشټې کلا، Zbořený Kostelec یی محاصره کړه. کله چې کونوپیشټې کلا د پاچايي پوځ ونیول شوه نو مجارستاني واکمن ماتیاس کوروين Zdeněk Konopišťský ze Šternberka ته پناه ورکړ. Zdeněk Konopišťský ze Šternberka په ۱۴۷۶ کال کې په وینر نویشتات کې په اترش کې له دنیا سترگی پټی کړی.

د دېرش کلو د جگړې په وخت کی

په ۱۷ پېړۍ کې کونوپیشټې ماڼۍ د چېکي اشرافانو کورنۍ Hodějovští z Hodějova مهم مقر وو. Hodějovští z Hodějova د چېکي پروټسټانټ دين تر سره کول او د هابسبورگ د واکمنانو مخالفين ول. کله چې په ۱۶۱۸ کال کې د چېکي اشرافانو انقلاب پيل شو نو Hodějovští z Hodějova د هابسبورگ واکمنانو پرضد هم قيام وکړل. په ۱۶۲۰ کال کې چېکي اشرافانو ماته وخوړله او کونوپیشټې ماڼۍ د البرخت فون والدشتاین لاس ته ورغله. د البرخت فون والدشتاین تر مړينې وروسته نوموړي ماڼۍ د Pavel Michna z Vacínova، Páni z Vrtby او د لوبکوویټز کورنۍ په لاس کې هم وه.

۱۹ او ۲۰ پېړۍ

په ۱۸۸۷ کال کې د لوبکوویټز کورنۍ کونوپیشټې ماڼۍ په آرشیډوک فرانز فردیناند خرڅ کړل. آرشیډوک فرانز فردیناند د فرانز یوسیف ځای نیوونکی وو چې په ۱۹۱۸ کال کې په سارایوو کې ووژل شو تر مړينې یی وروسته په اروپا کې لومړنۍ نړېواله جگړه پېل شوه. آرشیډوک فرانز فردیناند کونوپیشټې ماڼۍ پيا جوړه کړه د دي ماڼۍ بيا جوړول د ۱۸۸۹ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې د چېکي معمار Josef Mocker لخوا تر سره کېده. په دي وخت کې په ماڼۍ کې دهیدرولیک لیفت هم جوړ شو. په ۱۹۱۸ کال کې کله چې د چکوسلواکيا جمهوريت جوړه شوه نو د هابسبورگ د واکمنانو ټول مال په دې هېواد کې ضبط شو.

کټګورۍ:
یو نظر ولیکئ
اشارې او اشارې
له لارې برابرول:
Renata
26 February 2011
Fantastic place to visit at any season
Аня
28 February 2016
Один из красивейших замков Чехии. Из Праги легко добраться автобусом или поездом. Вокруг замка шикарный парк, рядом есть красивое озеро.
خلاص ساعتونه
Tue 11:00 AM–2:00 PM
Wed-Fri 11:00 AM–4:00 PM
Sat 9:00 AM–7:00 PM
Sun 9:00 AM–6:00 PM
سرچینې

Zámek Konopiště په Foursquare کې

کونوپیشټې ماڼۍ په Facebook کې

Bellevue hotel Karlov

پیل کول $91

Golf Resort Hotel Konopi?t?

پیل کول $111

Dv?r Pecínov

پیل کول $56

Hotel Akademie Nahac

پیل کول $69

Vila Olga

پیل کول $66

Pavilon

پیل کول $66

وړاندیز شوي لیدونه نږدې دي

ټول وګوره ټول وګوره
Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Military museum Lešany
چېک جمهوريت

Military museum Lešany (Čeština: Vojenské technické muzeum Leša

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
چسکي شټرنبېرک کلا
چېک جمهوريت

چسکي شټرنبېرک کلا (په چېکي: Hrad Český Šternberk) د گوتي سبک

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Zbraslav Monastery
چېک جمهوريت

Zbraslav Monastery (Čeština: Zbraslavský klášter) is a tourist attr

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Škvorec Castle
چېک جمهوريت

Škvorec Castle (Čeština: Škvorec) is a tourist attraction, one of the

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Kunratický les
چېک جمهوريت

Kunratický les (Čeština: Kunraticko-michelský les) is a tourist att

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Barrandov Terraces
چېک جمهوريت

Barrandov Terraces (Čeština: Barrandovské terasy) is a tourist at

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Trmal's Villa
چېک جمهوريت

Trmal's Villa (Čeština: Trmalova vila) is a tourist attraction, one o

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Divadlo na Fidlovačce
چېک جمهوريت

Divadlo na Fidlovačce (Čeština: Divadlo Na Fidlovačce) is a tou

ورته ګرځندویان

ټول وګوره ټول وګوره
Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Neuschwanstein Castle
جرمني/آلمان

Neuschwanstein Castle (Deutsch: Schloss Neuschwanstein) is a tourist

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
د پراگ کلا
چېک جمهوريت

د پراگ کلا (په چیکی: Pražský hrad, Hrad) د چېک د جمهوریت تر ټولو مشهو

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Castel Sant'Angelo
ایټالیه

Castel Sant'Angelo is a tourist attraction, one of the Castles in

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Frederiksborg Palace
ډېنمارک

Frederiksborg Palace (Dansk: Frederiksborg Slot) is a tourist

Add to wishlist
زه دلته یم
Visited
Lednice–Valtice Cultural Landscape
چېک جمهوريت

Lednice–Valtice Cultural Landscape (Čeština: Lednicko-valtický areá

ټول ورته ځایونه وګورئ