مشهد (په پارسي: شهر مشهد) د ایران لوی ښار دی چی د ایران په ختیځ کی پروت دی. او د رضوي خراسان د ولایت مرکز دی. د مشهد په ښار کی د امام رضا مقبره شته چی د شیعی مسلمانانو لپاره مهم مقدس ځای دی.
مشهد په ۸۲۳ کال کی تاسیس شو. په ۱۲۲۰ کال کی مشهد د مغولانو لجوا خراب شو. د نادر شاه د حکومت په وخت کی دغه ښار د ایران پایتخت شو.