د الازهر پوهنتون (په عربي: جامعة الازهر) د مصر يو مشهور پوهنتون دی. دا پوهنتون د قاهرې په ښار کې دی. د دغه پوهنتون بنسټ د جوهر صقلي په امر چې د معز الدين له خوا د مصر نيولو ته گمارل شوی ؤ په ۳۵۹ س. کال کې د هغه لخوا ايښودل شوی. الازهر د اېټاليا د پولونيای مدرسې څخه وروسته چې څلور پېړۍ له هغه څخه پخوانۍ ده، په نړۍ کې ډېره پخوانۍ مدرسه ده.
په ۴۰۴ س. کال کې د الجزاير حاکم ابن العزيز يو جومات پيل کړ او د ازهر مدرسين يې نوموړي جومات ته ولېږدول. بيا وروسته صلاح الدين ايوبي هغه بند کړ چې تقريباً ۲۶۰ کاله د تدريس کار په هغې کې وځنډېده. د الملک الظاهر بيبرس، امير عزيز الدين، ايدمر اعلی په وختونو کې د ازهر ماڼۍ بيا ورغول شوه او د هغې حقوق او اوقاف دوهم ځل ورکړل شول.
په الازهر پوهنتون کې د لومړنيو زده کړو وخت څلور کاله ؤ او دا لاندې مضامين پکې ښودل کېدل:
په الازهر کې د دويمو زده کړو وخت پينځه کاله و او دا لاندې مضامين پکې ښودل کېدل:
په الازهر کې د لوړو زده کړو موده څلور کاله وه او په درې گونو پوهنځيو وېشل شوي و:
د حربي ژبې په پوهنځي کې دغه لاندې مضامين ښودل کېدل:
په دغه پوهنځي کې لانديني مضامين ښودل کېدل او کله چې زده کوونکي په برياليتوب سره د دغه پوهنځي نه فارغېدل نو بيا په اسلامي حقوقو کې يې بريليکونه ترلاسه کول:
د دغه پوهنځي فارغانو ته د الهياتو په برخه کې لوړ بريليک ورکول کېږي او همداشان په دغه پوهنځي کې دا لاندې مضامين ښودل کېږي:
دم مهال په الازهر پوهنتون کې لوړې زده کړې په لاندې پوهنځيو وېشل شوي: